غزني کې د ترافیکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 02, 26 Nazo omari

 د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار په لویه لار، د باران قلعه سیمې ته څېرمه، د درېیو موټرو د ټکر له امله ديوې ښځې په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت امنیه قو مندانۍ وايي، چې پېښه د یو باروړونکي او دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده. 

د پېښې لامل خرابه هوا او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دغې لویه لاره کې دوه نورې ترافیکي پيښې هم رامنځته شوي چې ځاني تلفات نه لري.